انصار: (دکب 18مه)؛ نن د مارچ اتمه ده، چې په نړۍ کې د ښځو پیوستون نړیوالې ورځې سره برابره ده
دا و رځ سږکال « پر ښځو پانګونه وکړئ او پرمختګ چټک کړئ» شعار سره په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.
دا ورځ په داسې حال کې را رسیږي، چې په افغانستان کې لاهم د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونو لګېدلي دي.
که څه هم طالب چارواکی وايي، دا بندیزونه یې دایمي نه دي؛ خو له تېرو دوه نیمو کالو تېرېدو راهیسې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
ملګرو ملتونو ویلي د ژوندانه په ټولو برخو کې ښځو ته د مساوي حقونو ورکړه اوس تر بل هر وخت اړینه ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30494